زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-15  |  2024-09-19  |  تازه شوی په: 2024/09/18 - 03:21:1 FA | AR | PS | EN
مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ             افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو             د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي             یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي             ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي            

تاريخ النشر: 2024/09/14 - 04:48:4
زيارة: 162
مشاركة مع الـأصدقاء

د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو
د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو

انصار: (د وږی ۲۴ مه)، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، جدي هڅې روانې دي چې د دایکنډي او غور ترمنځ د وروستۍ پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د پنجشنبې په ورځ د غور او دایکنډي ترمنځ ۱۴ تنه شیعه ګان هغه مهال د داعش د څلورو ترهګرو له لوري په بې رحمۍ ووژل شول چې حمله کوونکو ځانونه امنیتي ځواکونه وښودل او د موټرو سپرلیو ته یې وویل چې په یوه مشکوک کس پسې ګرځي.

له پېښې څخه د یوه روغ وتلي شاهد په وینا، حمله کوونکي ۴ تنه وو، دوی وړاندیز وکړ چې ډله ییز عکس واخلي، یوه یې عکس اخیست، بل یې ویډیو اخیسته خو دوو نورو په دې منځ کې پر ټولو ډزې پیل کړې.

د طالبانو د حکومت ویندوی د دې پېښې په اړه پر خپله ایکسپاڼه کښلي:« په ژورې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ عام هېوادوال د انسانیت د دښمنانو له‌خوا په ډېرې بېرحمۍ وژل شوي او ٦ نور يې ژوبل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»

په داسي حال کې چې د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې هڅه کړې چې له دې بې رحمانه برید څخه په سو استفادې هغې ته قومي رنګ ورکړي، مجاهد همداراز ویلي:« په داسې حال کې چې موږ د پېښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو؛ د هغه ترڅنګ د پېښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو.»

داعش پر خپله اعماق ویبپاڼه لیکلي چې د افغانستان په مرکزي برخه کې یې ۱۵ شیعه ګان وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33443






*
*

*



قرأ

عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول


مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ


یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي


ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی


د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه


د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي


د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده


په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي


نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ


د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه


د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی


له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی شول


د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی


یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ


چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي


د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ


پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده


ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو


په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت


د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي


د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟


يو بريتانوي خبريال په دونتیسک کې وژل شوی


طالبان وايي، ژر به د دوی سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان